د اسټرالیا د ټینس د ازادو سیالیو په وروستۍ ورځ د اتلولۍ لپاره د نړۍ لومړی شمېره اتل د دویم شمېره لوبغاړي په وړاندې لوبیږي.
د ایټالیايي جنیک سینر او جرمن الکساندر زورف لوبه یکشنبه په ملبورن ښار کې ترسره کېږي.
د دې لوبې ګټونکی به د اتلولۍ د مقام تر څنګ دوه زره پاینټونه هم ترلاسه کړي چې په نړیواله رده بندي کې خورا اهمیت لري.
تر څنګ یې درې نیم میلیون اسټرالیايي ډالره جایزه هم د اتل لپاره په پام کې نیول شوې چې شاوخوا دوه میلیون او دوه لکه امریکایي ډالره کېږي.