د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي ګڼو افغان ځوانانو د علامه اقبال سکالیرشيپونو لپاره ازموینه ورکړه.
هغه دا خبره په خپله ایکس پاڼه د پاکستان د لوړو زده کړو د تحصیلي بورسیو «علامه اقبال» د ازموینو د پيل په مناسبت کړې ده.
صادق خان ویلي افغان محصلانو په دغو ازموینو کې په ګډون سره په پاکستان کې د لوړو زده کړو د دوام لېوالتیا وښوده.
د علامه اقبال د بورسیو لپاره ازموینې په پېښور او کوټه کې د شنبې په ورځ پيل شوي او نن هم دوام کوي.
د پاکستان د حکومت د اعلان سره سم سږ کال افغان ځوانانو ته په طب، انجینیرۍ،کرهنې او کمپیوټر ساینس څانګو کې څلور نیم زره بورسیې په پام کې نیول شوي.
پاکستان داسې وخت د ۲۰۲۵ کال په مخه د تحصیلي بورسیو لپاره ازموینې اخیستي چې افغانان د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.