د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د ریل پټلۍ د څلور اړخیزه اقتصادي دهلیز تړون یو بل کال هم وغځول شو.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی دی.
حق شناس ویلي د یاد ریلي دهلیز له لارې په ۲۰۲۴ کال کې ۴۲۰۰ کانتینره انتقالات ترسره شوي.
هغه هیله ښوولې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انتقالاتو کچه لا پسې ډېره شي.
د افغانستان، قرغزستان،چین او ازبکستان د ریلي دهلیز د تړون د لاسلیک مراسم په ازبکستان کې ترسره شوي.
یاد ریلي دهلیز له چين، قرغزستان او ازبيکستان څخه په تېرېدو د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصلیږي.
هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو ازبکستان، قرغزستان او چین د هغو هیوادونو له ډلې دي چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.