د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لوړې وروسته د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په لوېدو دی او په یوه اوونۍ کې یې شپږ افغانۍ بدلون کړی.
ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنۍ مرستې ځنډولي چې ورسره په افغانستان کې خلک او صرافان هم په اندېښنه کې دي.
تر شنبې ناوخته د کابل په شهزاده سرای کې چې د اسعارو د تبادلې اصلي مرکز دی یو ډالر په ۷۹ افغانیو تبادله کېده.
اوونۍ مخکې د ټرمپ تر لوړې وړاندې یو ډالر شاوخوا ۷۳ افغانۍ وو.
اخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د اسعارو په بیو کې بدلونونه طبیعي دي او خلک دې اندېښنه ونه لري.
دغه بانک په خپل بیان کې ډاډ ورکړی چې د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره اړین اقدامات کوي.