د پاکستان یوې محکمې نن څلور کسان اسلام ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکوم کړل.
محکوم کسان پر ټولنیزو رسنیو د داسې مطالبو په خپرولو تورن دي چې د شوې ادعا له مخې مذهبي شخصیتونو او قرآنکریم ته سپکاوی پکې شوی دی.
د تورنو مدافع وکیل منظور رحیمي ویلي دي چې د محکمې د دې حکم پر وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې ده.
په پاکستان کې د تکفیر په نوم قانون هغو کستانو ته چې اسلامي اصولو او شخصیتونوته سپکاوی کوي د مرګ سزا ورکوي، خو چارواکو تراوسه هېڅوک د دې قانون په اساس نه دي اعدام کړي.
د راولپنډۍ د محکمې یوه قاضي طارق ایوب ویلي دي چې کفر، شخصیتونو او قرآنکریم ته سپکاوی د بښنې وړ نه دي او په دې کې بښنه هېڅ ځای نه لري.
د قاضي په حکم کې څلور واړه تورن کسان د مرګ په سزا پر محکومېدو سربېره په ګډه د شپاړس نیم زره امریکايي ډالره نقدي جریمه هم محکوم شوي دي.