د جرمني سوید دویچه څایتونګ ورځپاڼې پرون (د سلواغې ۵مه) د کورنیوچارو وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې چارواکو له یوه سیمه ایز شریک سره ګډ کار پیل کړی دی څو د افغانانو د جرمني له عمومي انتخاباتو مخکې ولېږي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د جرمني د کورنیوچارو وزارت یوه ویاند دا خبره تایید کړه چې د دې افغان کډوالو د ایستلو پر پلان کار روان دی خو زیاته یې کړه چې دا پرېکړه د جنوري د ۲۳مې له انتخاباتو سره هېڅ راز تړاو نه لري.
ویاند همدراراز یادونه وکړه چې دا ډله افغانان به هغه مهال افغانستان ته په یوه الوتنه کې واستول شي چې شرایط ورته برابر شي.
دا پریکړه وروسته له هغه اعلانېږي چې د چارشنبې په ورځ د جرمني فرانکفورت ښار ته نژدې په یوه عمومي پارک کې یوه افغان کډوال د چړې په ګوزارونو دوه کسان چې یو یې یو دوه کلن ماشوم و، ووژل.
دې پیښې نه یوازې د اپوزیسیون ګوندونو او عامو خلکو سخته غوسه وپاروله، بلکې له دې هېواده د غیرقانوني کډوالو د ایستلو غوښتنې یې زیاتې کړې.