په هغو برمته وو کې چې ټاکل شوې حماس ډله به یې نن څخه خوشې کړي څلور ښځینه اسراییلۍ پوځیانې شاملې دي.
د مدافع وکیلانو یوې ډلې چې د برمته وو د کورنیو استازیتوب کوي پرون جمعه دا خبر ورکړ. حماس چې متحدایالات او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي، د دې برمته وو نومونه پرون خپاره کړل.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د کاواکه موافقې له مخې د غزې جګړه به د شپږو اونیو لپاره بندیږي او په دې ترڅ کې به حماس لسګونه اسراییلي برمته او اسراییل به سلګونه فلسطیني اسیران خوشې کوي او په عین حال کې به غزې ته د بشري مرستو رسول دوام کوي.
د څلورو برمته وو په بدل کې به اسراییل ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي. په دې ډله کې هغه ۱۲۰ وسله وال هم شامل دي چې د وژونکو حملو په تور په دایمي حبس محکوم شوي دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اسیرانو لومړۍ تبادله تېره یکشنبې وشوه چې په ترڅ کې یې ۳ اسراییلي برمته د ۹۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شول.
په همدې حال کې هغه فلسطینیان چې په پام کې ده د اوربند له موافقې وروسته خپلو مېنو ته ستانه شي په ډېر بدحالت کې بشري مرستو ته سترګې په لاره دي.