د بښنې نړیوال سازمان د افغان فلم اخیستونکي سید رحیم سعیدي د خوشې کېدو غوښتنه کوي

فلم اخیستونکی سید رحیم سعیدي

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنشنل د افغان فلم جوړوونکي سید رحیم سعیدي د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د ایمنسټي انټرنیشنل د جنوبي آسیا څانګې پرون پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې طالبانو ښاغلی سعیدي له قانوني مراحلو پرته نیولی او نوموړی د ۲۰۲۴ کال له جولای میاشتې راهیسې په بند کې دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي سعیدي له عادلانه محاکمې، په زندان کې له لازمو روغتیايي امکاناتو او دارو درملو بې برخې دی او ترڅنګ یې د نوموړي روغتیايي وضعیت هم په خرابېدوی دی. په بیان کې غوښتنه شوې چې سعیدي ژرترژره او له قیدو شرط پرته خوشې شي.

په تېره غبرګولي میاشت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وویل چې اوس مهال هېڅ خبریال چې د خبریالۍ د کار له کبله نیول شوی وي، د حکومت په زندانونو کې نشته.

خو د راپورونو له مخې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته یوشمېر خبریالان ونیول چې یوشمېر یې خوشې شوي دي مګر د رحیم سعیدي او مهدي انصاري په څېر ځینې نور تراوسه په بند کې دي.