فایزر: د مجرمو افغان کډوالو د ایستلو هڅه کوو

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي د افغان مجرمانو د ایستلو لپاره رغنده هڅې کوي.

فایزر دا خبره پرون په برلین کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

فایزر یوه ورځ وروسته تر هغه دا خبره وکړه چې د راپورونو له مخې یوه افغان کډوال یو دوه کلن ماشوم د چاقو په ګوزارونو مړ کړ.

بریدګر کس دوه کاله مخکې له بلغاریا جرمني ته تللی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د اروپا د پناه غوښتنې پر «ډبلین سیسټم» نیوکه وکړه، چې په اساس یې د پناه غوښتونکي دوسیه باید په هغه لومړني هېواد کې بررسي شي چې دی اول وار ورځي.

فایزر وویل د ډبلین سیسټم نور کار نه ورکوي.

د راپورونو پر اساس زرګونه پناه غوښتونکي که څه هم د ختیځې اروپا یا شنګن په ځینو هېوادونو کې ثبت دي خو لا هم جرمني ته تللي او هلته یې بیا د پناه غوښتنې کړي.