ټرمپ: پر روسیه د بندیز له لارې فشار راولو

ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، پر روسیې به د بندیزونو له لارې نور فشار راولي.

ډونالډ ټرمپ پرون انلاین د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وینا وکړه.

ده په اوکراین کې د جګړې ژر پای ته رسیدو په اړه په دې غونډه کې د یوه سوال په ځواب کې وویل چې دی غواړي په لنډې راتلونکې کې د روسیې له ولسشمر ولادیمیر پوتین سره وګوري او غواړي چې د تعرفې او نورو بندیزونو له لارې پر روسیې فشارونه زیات کړي.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پرمهال ژمنه کړې وه چې د ولسشمرۍ د کار له پيلیدو سره به سم د اوکراین جګړه په څلوریشت ساعتونو کې پای ته رسوي، دی په وروستیو اونیو کې له دې ژمنې په شا شوی، خو لاهم ټینګار کوي چې دا جګړه به ژر ختموي.