بریتانیا افغانستان کې د ماینپاکۍ له پروګرام سره مرسته وکړه

یو ماینپاک

د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو له پروګرام سره درې ملیونه پاونډه (څه باندې ۳ ملیونه او ۶۰۰زره ډالره) مرسته وکړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د «هلوټرسټ» موسسې دا تمویل به د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د شنډولو او پاکولو له پروګرام سره مرسته وکړي.

د اعلامیې له مخې، له دې سره به هلوټرسټ موسسه وکړای شي، چې د ۲۰۲۶م کال تر مارچ میاشتې پورې د ماینپاکۍ هڅو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د (MDC) په نوم د ماینپاکۍ موسسې مشر شهاب الدین حکیمي ازادۍ راډیو ته ویلي وو، تر درېیو کلونو زیاته موده کېږي، چې له سیاسي تحولاتو وروسته د ماینپاکۍ د چارو تمویل ۷۰ فیصده درول شوی دی.

د ماینپاکۍ دغې موسسې ويلي، د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودنې په افغانستان کې هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.