د جرمني پولیس وايي، چارشنبې (د جنورۍ ۲۲مه) یو ۲۸ کلن افغان ځوان د اشافنبورگ (Aschaffenburg) ښار په یوه پارک کې پر څو کسانو د چاقو په وسیله له برید وروسته نیول شوی دی.
بریدګر تر نیول کېدو مخکې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه د چړې په ګوزارونو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د رویټرز خبر د جرمني د پولیسو په حواله ویلي چې یو ۴۱ کلن سړی او یو ۲ کلن هلک چې سخت ټپي شوي وو روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه د نورو شکمنو کسانو په اړه معلومات نشته او عامو خلکو ته کوم خطر نه ښکاري.
د چاقو په وسیله د برید دا تازه پېښه په جرمني کې د تاوتریخوالي د هغو پېښو په لړۍ کې یوه بله زیاتونه ده چې جرمني ته ورغلي کډوال په کې ښکیل دي او د دې هېواد د وګړو سره یې د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
په عین حال کې دا پېښه داسې مهال کېږي چې جرمني کې یوه میاشت وروسته پارلماني انتخابات ترسره کېږي په کومو کې چې په جرمني کې د کډوالو د منلو مساله د بحثونو او کمپاینونو توده مساله ده.
جرمني کې یو افغان د چړې په ګوزارونو دوه تنه وژلي
وروسته له هغې چې په اشافنبورگ کې دوه تنه د یو افغان له خوا د چړې په ګوزارونو ووژل شول، خلکو په سیمه کې اعتراض کړی او د قربانیانو په یاد یې شمعې لګولي دي.