یو برید ګر په تل ابیب کې څلور تنه د چاقو په ګوزارونو ټپي کړي دي

په تل ابیب کې اسرایلي امنیتي سرتیري هغه سیمه کې ولاړ دي چې په کې د چاقو پر ګوزارونو څلور کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییلو د بیړني حالت اداره وايي چې سه شنبه (د دلوې په دویمه نېټه) تل ابیب کې د چاقو په یوه برید کې څلور کسان ټپیان شوي دي.


پولیسو بریدګر "۲۸ کلن بهرنی ترهګر" ښودلی او ویلي یې دي چې هغه نیول شوی دی.


د پولیسو په وینا، یو ترهګر چې چاقو یې ځان سره درلود په یوه ځای کې په دریو ملکي وګړو او په بل ځای کې په یو بل ملکي وګړي برید وکړ.


د حماس سخت دریځې ډلې، پرته له دې چې د برید مسولیت په غاړه واخلي، په یوه بیان کې دا برید "د چاقو وهلو اتلانه عملیات" وبلل او ویې ویل چې دا ښيي چې د اسراییلو په وړاندې مقاومت مخ په زیاتېدو دی.


حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.


دا په تل ابیب کې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د چاقو په وسیله دویم برید دی.


د شنبې په ورځ، یو بریدګر مخکې له دې چې د یو غیرنظامي وسله وال لخوا وویشتل شي، یو کس یې شدید ټپي کړ.