امیرخان متقي او روزا اوتونبایوا د افغانستان سره د مرستو پر وضیعت خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د هېواد د اقتصادي ودې او د پراختیایي مرستو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ددې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه، د سلواغې (۲۳) مه، په ایکس /پخوانی ټویټر په دې غونډه کې د ښاغلي متقي له قوله لیکلي:
"د اقتصادي پرمختیا په برخه کې نور پلانونه هم د تطبیق په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به یې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان اوسو."

ددې پلانونو په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د مېرمن اوتونبایوا له قوله لیکلي:
"په تېرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره، د بهرنیو پراختیایي مرستو اندازه د بشري مرستو څخه زیاته شوې ده."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د روزا اوتونبایوا ددې لیدنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره د ځنډولو اجرایوي فرمان صادر کړ.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ د سې شنبې په ورځ په ایکس / پخواني ټویټر کې ولیکل چې دا اقدام په افغانستان کې د بې ځایه شویو او وږو نجونو لپاره بد خبر دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې سږکال به په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.