د ډونالډ ټرمپ ادارې د طالبانو له بند څخه د دوو امریکايي وګړو د خوشې کیدو هرکلی کړی

خان محمد هغه کس چې طالبانو یې د خوشې کیدو په بدل کې دوه امریکايي وګړي له بند خوشې کړل

د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په افغانستان کې د دوو نیول شویو امریکایانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې تایید کړه چې له متحدو ایالتونو سره د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې په امریکا کې د یوه افغان بندي خان محمد د خوشې کېدو په بدل کې دوه امریکایي اتباع چې نومونه یې نه دي په ډاګه کړي، خوشې شول.

د طالبانو له بنده خوشي شوي امریکایان رایان کوربیټ او ویلیام مککینټي دي چې د خوشې کېدو لپاره یې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې د طالبانو له حکومت سره له شاوخوا دوو کلونو راهیسې خبرې مخ ته وړې وې.

سپینې ماڼۍ د طالبانو له خوا د دغو امریکایانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او له قطر څخه یې په دې اړه په شوي توافق کې د مرستې په خاطر مننه کړې ده. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند براین هیوز په یوه بیان کې وویل، د ټرمپ اداره له طالبانو، په ځانګړې توګه هغو میلیاردونو ډالرو مرستې ته په پام چې دوی په دې وروستیو کلونو کې ترلاسه کړي، غواړي چې ټول نیول شوي امریکایان خوشې کړي.

د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې هڅه کوله د بندیانو په یوه تبادله کې په افغانستان کې دوه نور نیول شوي امریکایان جورج ګلیزمن او محمود حبیبي خوشې کړي.