تخار کې یو چینايي وګړی وژل شوی

سیمه ییزې سرچینې په تخار ولایت کې د یوه چینایي تبعه د وژل کېدو خبر ورکوي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا دغه چینایي تبعه چې د تخار او بدخشان ولایتونو په کانونو کې یې کار کاوه، د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په کتکجر سیمه کې هغه مهال ووژل شو چې وسله والو یې د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې.


ویل شوي چې له برید وروسته حمله کوونکو له دغه کس څخه چې په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره شوي، یو څه پیسې هم له ځان سره وړي دي. تر اوسه د نورو هغو کسانو د برخلیک په اړه چې د پیښې په مهال یې له هغه سره ملګرتیا کوله، هم معلومات نه دي خپاره شوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې پیښې په اړه د تخار د سیمه ییزو چارواکو نظر واخلي خو له پرله پسې تماسونو سره سره هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.