د ټرمپ ادارې د طالبانو له بنده د دوو امریکايي بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی

د بندیانو په تبادله کې خوشې شوی امریکایی رایان کوربیټ

د امریکا د نوي ولسمشرډونالډ ټرمپ ادارې په افغانستان کې د دوو نیول شویو امریکایانو د خوشې کیدو هرکلی وکړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون تایید کړه چې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې په امریکا کې د افغان بندي خان محمد په بدل کې دوه امریکایان خوشې شول.

امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې خوشي شوې امریکايان رایان کوربیټ او ویلیام مککینټي نومېږي او د خوشې کیدو لپاره یې د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې د طالبانو له حکومت سره له شاوخوا دوو کلونو راهیسې خبرې کولې.

د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت شورا ویاند براین هیوز په یوه بیان کې وویل د ټرمپ اداره له طالبانو څخه د هغو میلیارډونو ډالرو مرستې په بدل کې چې په وروستیو کلونو کې یې ترلاسه کړي دي غواړي چې ټول نیول شوي امریکایان خوشې کړي.

د پخواني ولسمشر ادارې هڅه کوله د بندیانو په تبادله کې په افغانستان کې دوه نور نیول شوي امریکایان جورج ګلیزمن او محمود حبیبي هم خوشې کړي.