د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه وايي، له دې وروسته به د افغانستان لپاره د یووالي د کمیټې په نوم په بهر کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
دې خیریه ټولنې پرون (د سلواغې دوهمه) پر خپله فیسبوکپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دفترونه به یې له دې وروسته په افغانستان کې تړلی وي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې په دې هېواد کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې د طالبانو د فرمان په اساس په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ. دې کمیټې ټینګار کړی چې یوه بې پرې او نادولتي اداره ده خو بیا یې هم په افغانستان کې فعالیت ځنډول شوی دی.
د سویډن کمیټې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې فعالیت کاوه او شاوخوا اوه زره کارکوونکي یې درلودل.