د طالبانو دوه لوړ پوړو چارواکو د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره کتلي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي ریس ملا عبدالحق وثیق د متحده عربي اماراتو د ولسمشر محمد بن زايد ال نهيان سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت دوو مهمو امنیتي چارواکو متحده عربي اماراتو ته د سفر پرمهال د دې هېواد د دولت له مشر سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي. په بیان کې د دوی د خبرو د جزییاتو په اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی.
حقاني او وثیق دواړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دي نو ځکه بهر ته د سفر اجازه نه لري خو ملګرو ملتونو د تېر ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې ښاغلي حقاني ته، متحده عربي اماراتو او له هغه مخکې سعودي عربستان ته د سفر ځانګړې اجازه ورکړې وه.
ملګرو ملتونو د طالبانو د دې چارواکو د اوسني سفر په اړه څه نه دي ویلي.