روسیې د اوکراین ختیځو ښارونو پوکروفسک او لیمان ته په نژدې سیمو کې حملو ته زور ورکړی.
د اوکراین پوځ تېره شپه په یوه بیان کې وویل، د اوکراین پوځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د روسيې ۶۵ حملې شنډې کړي دي او په اوو نورو سیمو کې یې حملې لاهم روانې دي. په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپل ایکس پاڼه هغه ویډیو خپره کړې چې ظاهرا د شمالي کوریا یو اسیر شوی ټپي سرتېری، د روسیې د پوځ په لیکو کې خپلو هېوادوالو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.
ښاغلي زیلینسکي نژدې لس ورځې مخکې هم یوه بله دې ته ورته ویډیو خپره کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د متحدوایالتونو نوي ولسمشر ډونالډټرمپ پرون د لوړې په وینا کې وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د سولې په نه منلو سره روسیه ویجاړوي.