د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې مبارکي ورکوي او هیله لري چې د هغه دا دوره امریکایانو ته نیکمرغي او سوکالي ور په برخه کړي.
د طالبانو حکومت لا رسماً د دې خبر تر لیکلو پورې د جمهور رییس په توګه د ټرمپ د کار د پیل په رابطه څه تبصره نه ده کړې.
اخوا د سوريې نوي واکمن احمد الشرع هم ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي چې د امریکا د جمهور رییس په توګه د ټرمپ انتخاب د هغه په رهبرۍ د امریکا د خلکو د باور څرګندونه کوي.
احمد الشرع ویلي چې ډونالډ ترمپ منځني ختیځ ته سولې راولي او دوی ورسره د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لېوالتیا لري.
د ټرمپ نږدې متحد د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله یې ښوولې چې د امریکا او اسراییلو اتحاد لا لوړې کچې ته ورسیږي.
۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.