د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ۱۶۰۰ هغه خلک وبښل چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري شپږمې پر کانګرس د یرغل په جرم محکوم او بندیان وو.
د ښاغلي ټرمپ د فرمان په اساس له ۱۵۹۰ تنو یواځې ۱۴ تنه مستثنی دي او پاتې نور به له فدرال زندانونو خوشې او قضايي تعقیب به یې پای ته ورسیږي.
ډونالډ ټرمپ په خپلو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې پر کانګرس ماڼۍ د یرغل په جرم محکومین به وبښي.
د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د ټرمپ زرګونو پلویانو د کانګرس پر ماڼۍ په یرغل سره ګډوډي رامنځته او په اخ او ډب کې د پولیسو په شمول لږ تر لږه ۱۷۴ کسان ټپیان شول.
د ټرمپ زرګونو پلویانو غوښتل هغه وخت په کانګرس کې د پخواني ولسمشر جوبایډن د بریا د تثبیت لپاره د استازیو او سنا جرګې ګډه غونډه مختل او مخه یې ونیسي.