اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۱۷ میلیون ډالره مرسته کړې ده

له افغانستان سره د بهرنیو د مرستو ویش (آرشیف)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د زیانګالو کسانو د لاسنیوي لپاره ۱۷ اعشاریه ۴ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیا الدین صافي نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې چې ازادۍ راډیو ته یې رالېږلی، ویلي "دا بسپنه په یوه مهم وخت کې شوې ده او د خوړو له نړیوال پروګرام سره به مرسته وکړي چې د زیانګالو کورنیو لپاره د بېړنيو خوراکي مرستو او د میندو او کوچنيو ماشومانو لپاره د تغذیې پروګرامونه چمتو کړي او پراخولو ته یې دوام ورکړي."

بیان زیاتوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري، سږکال ژمی هره میاشت په ټول افغانستان کې له شپږ میلیونه اړو کسانو سره د خوړو مرسته وکړي. ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۵م کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۳ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.