د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ له مصر څخه غزې ته واستول شوې

مصر- د غزې لپاره د بشري مرستو کاروان

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند په دوهمه ورځ د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ نن دوشنبه له مصر څخه غزې ته واستول شوې. متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي سازمان ګڼي.

د سینا په شمال کې د مصر د سرې میاشتې ټولنې یوه چارواکي ویلي، چې په لسو لاریو کې سون توکي بار وو. دغه لارۍ د غزې په جنوب کې د کرم شالوم له سرحدي دروازې غزې ته داخلېږي.

دغه چارواکي ویلي، چې په ټوله کې په بشري مرستو بار ۳۰۰۰ لارۍ د فلسطینیانو دغه قلمرو ته د لېږلو لپاره چمتو دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې مشر ټام فلچر د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ هم د بشري مرستو ۶۳۰ لارۍ غزې ته ورسېدې او له دې ډلې د بشري مرستو لږ تر لږه ۳۰۰ لارۍ د غزې شمال ته لېږدول کېږي.