حماس وايي بله ډله یرغمل را روانه شنبه خوشې کوي

د یوې خوشې شوې یرغملې او د هغې د کورنۍ انځور

د حماس ډلې یوه چارواکي ویلي، د اوربند موافقې له مخې به له غزې څخه د یرغمل شویو بله ډله د راروانې شنبې په ورځ خوشې شي.

د حماس دغه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته یکشنبه د درېیو ښځینه یرغمل شویو تر خلاصون وروسته دا څرګندونې وکړې.

اسرائیل هم د فلسطینیانو ۹۰ تنه بندیان خوشې کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي. د حماس یوه لوړ رتبه چارواکي، چې پر دې موضوع په عامه د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلي یرغمل شویو بله ډله به د شنبې پر ماښام، د موافقې د تطبیق د پیل پر اوومه ورځ خوشې شي.

په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون پر موافقه تېره چهارشنبه سلا وشوه او له پرون یې تطبیق پیل شو.