سوډان کې بریدګرو ۱۴ ملکیان وژلي

سوډان

په سوډان کې فعالانو پرون یکشنبه ویلي، چې د سوډان د شمالي ډارفور ولایت د کلابند شوي مرکز الفاشر په ختیځ کې د ملېشه وو په حمله کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.

د محلي مقاومت کمېټې ویلي، چې دغه حمله د شنبې په ورځ شوې ده. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا کمېټه له سلګونو رضاکارو ډلو جوړه ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه وو او د سوډان د پوځ ترمنځ د ۲۱ میاشتنۍ جګړې پر مهال یې په ټول سوډان کې مرستې تنظیم کړي دي.

الفاشر کې نږدې دوه ملیونه کسان ژوند کوي، چې له مې میاشتې راهیسې د ملېشه وو له خوا کلابند شوی او سختې جګړې په کې شوې دي. تقریباً ټول ډارفور د ملېشه وو په کنټرول کې دی. د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشه وو د کوردفان ځینې سیمې او د مرکزي سوډان زیاتې برخې نیولې دي.

د سوډان پوځ لا هم پر شمال او ختیځ کنټرول لري، خو پلازمېنه خرطوم او شا و خوا ښارونه یې د ښکېلو لوریو ترمنځ د جګړې شاهدان دي.

د سوډان جګړه د ۲۰۲۳م کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه، چې تر اوسه یې په نتیجه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او تر ټولو ناوړه بشري ناورین یې راوستلی دی.