ایران وايي له افغانستان سره په پوله کې د ۵۰ کیلومتره دیوال کار بشپړ شوی

د ایران له خوا جوړ شوی دیوال

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري پرون وايي چې له افغانستان سره په پوله کې د ۵۰ کیلومتره دیوال جوړولو کار بشپړ شوی دی.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې، کیومرث حیدري پرون یکشنبه هیله څرګنده کړه چې د روان لمریز کال تر پایه به د ۱۰۰ کیلومتره سرحدي دېوال جوړول چې د ایران چارواکي یې "د شمال ختیځو پولو بندول" بولي، بشپړ شي.

هغه د دې پروژې بېلابېلو پړاوونو ته په اشاره ویلي، د ایران او افغانستان پر پوله به د ۳۰۰ کیلومتره دېوال جوړول درې کاله وخت ونیسي.

د ایران دغه قوماندان د دغې طرحې اجرا، په ایران کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم وباله.

د ایران یوه پوځي قوماندان احمد رضا رادان د مرغومي/ جدي پر ۲۳مه ویلي وو، چې د پرمختللو امکاناتو کارول د دې سبب شوي، چې د ایران له پولو د ده په وینا د «غیرمجاز» کډوالو ننوتل صفر ته راکم شي. ایران په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.