د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې منتظر پاتې شویو مسافروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.
په تېرو څو ورځو کې د سالنګونو لویه لار څو- څو وارې د لنډې مودې لپاره د درنې واورې او توفانونو له کبله تړل شوې ده.
په همدې حال کې د هواپېژندنې ریاست نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی. د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په غور، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډي، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او کابل کې به د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې وي.
وړاندې لیکل شوي، چې په سالنګونو کې نن د نسبتاً تېزو بادونو د لګېدو اټکل شوی، چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.