د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي د افغان فعال حمزه الفت مړینه خواشینوونکې ده او په اړه یې باید تحقیق وشي.
ریچارډ بنېټ یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه دا بیان خپور کړی.
د راپورونو له مخې حمزه الفت د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې په کابل کې نیول شوی وو. هغه د ښځو او فعالانو په اعتراضي لاریونو او غونډو کې د ګډون په خاطر بندي کړای شوی وو.
د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو حمزه الفت په زندان کې سخت شکنجه کړی او د همدغو شکنجو او پاتې تاثیراتو په خاطر هغه تر ازادۍ څه وخت وروسته د ناروغیو او ټپونو په خاطر ساه ورکړې ده.
د طالبانو حکومت لا د حمزه الفت په مړینه او په زندان کې د هغه د شکنجې په تړاو څه غبرګون نه دی ښوولی.
مخکې هم ګڼو راپورونو کې طالبان تورن شوي چې د بشري حقونو فعالان، ښځې او خبریالان یې نیولي او په زندانونو کې سخت شکنجه او ان په ځینو باندې تېری کړی دی.
طالبانو بیا اکثر دا تورونه رد کړي دي.