د نړۍ د رزمي لوبو د معتبره سازمان یو اف سي اتل اسلام مخاچیف د خپل کمربند د دفاع لپاره له برازیلي لوبغاړي ریناتو مویکانو سره مخ کېږي.
تمه وه چې اسلام له آرمان ساروکیان سره لوبه وکړي خو آرمان د ژوبلېدو په سبب له سیالیو ډډه وکړه او پر ځای یې ریناتو معرفي شو.
اسلام ۲۶ لوبې ګټلي یوه یې بایللې. سیال یې ۲۵ ګټلي او ۵ یې بایللي.
د اسلام او ریناتو لوبه د یو اف سي د ۳۱۱ دورې لوبو مرکزي سیالي ده.
تمه ده په بله مهمه لوبه کې عمر نورمحمدوف د میراب دوالشویلي په وړاندې لوبه وکړي. دمګړۍ د اتلولۍ کمربند له میراب سره دی.
عمر اتلس لوبې ګټلي او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې حال دا چې سیال یې ۱۸ ګټلي او ۴ یې بایللي.
تمه کېږي چې د رزمي لوبو پخوانی بې ماتې اتل حبیب نورمحمدوف د اسلام او عمر په سیالیو کې حضور ولري او د هغوی لارښوونه وکړي.
د یو اف سي دا دور سیالۍ د کالیفورنیا په انګل ووډ کې ترسره کېږي چې په صالون کې به شاوخوا اتلس زره نندارچیان ولري او په نړۍ کې به یې لکونه کسان په ټلویزیونو وګوري.