وروسته له دې چې د امریکا سترې محکمې پرون د جنوري په ۱۷مه ماښام مهال د ویډیوګانو شریکولو د مشهور اپ ټیکټاک درخواست رد کړ، دغه اپلکېشن د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یکشنبې له ورځې څخه بندېږي.
ټیکټاک غوښتل د هغې لایحې مخه ونیسي چې پر اساس یې دا چینايي شرکت باید په مریکا کې د خپل فعالیت برخه پر واشنګټن وپلوري کنه په امریکا کې به بندېږي. قاضیانو د ټیکټاک هغه استدلال، چې ګواکې دغه لایحه په اساسي قانون کې د بیان د ازادۍ له لیدلوري سرغړونه کوي، رد کړ.
ټیکټاک چې په متحدو ایالتونو کې یې د ګډونوالو شمېر ۱۷۰ میلیونو ته رسېږي، سر له سبا د جنوري ۱۹مه د اپلکېشنونو له اپ سټورونو څخه لیرې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د جنوري په ۲۰مه ډونالډټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
دا لا معلومه نه ده، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال به د ټیکټاک په وړاندې څه ډول اقدامات کېږي. د کانګرس غړي اندېښنه لري، چې د چین حکومت ښايي له ټیکټاک څخه په استفادې سره د کاروونکو شخصي اطلاعات د سیاسي نفوذ لپاره وکاروي، خو ټیکټاک شرکت دا تور رد کړی دی.