د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک په سوډان کې روانه شخړه د ملکیانو لپاره ډېره خونړۍ او وژونکې وبلله.
ښاغلي تورک پرون په جنیوا کې وویل، چې لسګونه ملکیان په جنوب ختیځ ایالت الجزیره کې په قومي-هدفي حملو کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د جنګي جنایتونو او نورو وحشیانه جرمونو شواهد شته او دا وضعیت لا خطرناکه کېږي.
د سوډان د پوځ چې مشري یې عبدالفتاح البرهان کوي او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه وو ترمنځ چې مشري یې محمد حمدان دقلو کوي، په وروستیو اوونیو کې جګړه د پام وړ سخته شوې ده.
پوځ په وروستیو کې په الجزیره ایالت کې د «ود مدني» ښار په بیا نیولو سره یو لړ بریاوې ترلاسه کړې. راپورونه وايي چې پر پلازمېنه خرطوم د ولکې ټینګولو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ جګړه سخته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر وویل چې په الجزیره ایالت کې یوازې د دوو حملو په نتیجه کې د لږ تر لږه ۲۱ کسانو وژنه مستنده شوې ده. د هغه په وینا پر ملکیانو ښايي د حملو او د وژل شویو ملکیانو واقعي شمېر زیات وي.