له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۷۵ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن (د مرغومي ۲۹مه) خبر ورکړ، چې «پرون د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰ او د هرات د اسلام کلا بندر له لارې ۴۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»
په خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوي که په جبري ډول ایستل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان- IOM وايي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ میاشتې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو میلیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یوازې له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د دې بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ سلنه یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له پاکستانه هم د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.