یونیسیف وايي، د افغانستان د اوبو بحران د ماشومانو ژوند هم ګواښي

پکتیکا ولایت (عکس له آرشیف څخه)

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي چې په افغانستان کې د اوبو بحران د ماشومانو ژوند هم ګواښي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج الدین اویوالې پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اوبو بحران په افغانستان کې د ماشومانو بقا ته خطر پېښ کړی. نوموړی وايي چې پر دې سترګې نه شي پټېدای.

ښاغلي اویوالي د یونیسف له تمویلوونکو او شریکانو څخه مننه کړې، چې په ۲۰۲۴م کال کې یې د یو میلیون ماشومانو لاسنیوی کړی دی. اویوالي دا یادونه هم کړې چې، په داسې حال کې چې ۲۰۲۵م کال پیل شوی، په افغانستان کې د اوبو د برابرولو لپاره هڅې باید دوام وکړي.