د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۹ تنه افغانان خوشې شول

د پاکستان د کراچۍ ښار لوی زندان

په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان قونسلګري د پولیسو له توقیف څخه د ۲۹ افغان وګړو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

دې قونسلګرۍ پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې دا کسان مخکې له دې چې زندان ته واستول شي، خوشې شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د قونسلګرۍ په وینا، دغو افغانانو د مهاجرت کارډونه هم درلودل، چې کراچۍ ته له داخلېدو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو لړۍ ګړندۍ شوې ده.