د سالنګونو لویه لاره د درنې واورې له کبله، په موقت ډول د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه لار تېره شپه «د واورې د اورښت، توفان، د لید د ساحې د محدودیت او د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه» تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول وسایطو پر مخ وتړل شوه.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې چې له ضرورت پرته د سالنګونو په ګډون پر نورو خطرناکو لارو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.