د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورو، بارانونو او سېلونو اټکل

افغانستان- د ۲۰۲۵ کال لومړۍ واوره (عکس له آرشیف څخه)

د افغانستان د هواپېژندنې ریاست نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنې واورې، باران او سېلابونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژنې ریاست پرون په یوه اطلاعیه کې وویل چې په سالنګونو او همداراز په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، كابل، پنجشېر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د درنې واورې، تېز باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

د اطلاعیې له مخې په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مټرو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مټرو پورې وي.