د جرمني دفاع وزیر د پوځي بودیجې د لوړولو غوښتنه کوي

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیسټوریس وایي، جرمني به د پوځ د عصري کولو لپاره د ځانګړی وجهي صندوق ترپای ته رسیدو وروسته د پام وړزیاتې دفاعي بودجې ته اړتیا ولري.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې نوموړي پرون (د جنوري ۱۷مه) زود دویچه سایټونګ ورځپاڼې ته وویل چې له ۲۰۲۸ کال وروسته به، چې ځانګړی صندوق پای ته رسیږي، د دې هېواد د پوځي لګښتونو لپاره لږترلږه ۸۵ مییلیارډ یورو ته اړتیا وي. دا د اوسنیو لګښتونو پرتله ۳۰ مییلیارډه یورو زیاتوالی ښيي.

د جرمني د سل میلیارډ یورو ځانګړی فنډ په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په پایله کې د جرمني د پوځ د رغونې لپاره جوړشو. په ۲۰۲۴ کال کې د جرمني دفاعي لګښت ۵۲ میلیارډ یورو اټکل شوی و، چې له ځانګړې فنډ سره یوځای د دې هیواد د ناخالص کورني تولید شاوخوا دوه سلنه جوړوي.

ښاغلي پیسټوریس یادونه وکړه چې جرمني باید د دفاعي لګښتونو د درې سلنه هدف ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې له دې سره به دفاعي بودیجه څه باندې ۱۲۰ میلیارډ یورو ته ورسیږي چې دا هیواد اوس ډیر ترې لیرې دی.