روسیې او ایران د لویدیځ له بندیزونو سره د مقابلې لپاره د همکاریو موافقه لاسلیک کړه

ولادیمیر پوتین او مسعود پزشکیان

روسیې او ایران په خپلو کې د مشارکت هغه موافقه لاسلیک کړه چې د لویدیځ د بندیزونو پر وړاندې په مقابله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پراخوي.

ایراني او روسي چارواکي وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ایراني ساري یې مسعود پزشکیان دا موافقه چې له سوداګرۍ نیولې تر پوځي همکاریو پورې او په ساینسي، تعلیمي او کلتوري برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخیزه همکاري پیاوړې کوي، پرون (د جنوري ۱۷مه) مسکو ته د پزشکیان د سفر په ترڅ کې لاسلیک کړه.

د چارواکو په وینا د دې موافقې د اعتبار موده شل کاله ده او احتمالا راتلونکو کلونو ته به هم وغځول شي.

پزشکیان داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې ټاکل شوې د راروانې دوشنبې په ورځ ډونالډټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي. ټرمپ ژمنه کړې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ به سوله وکړي خو د ایران په برخه کې به سخت دریځ خپل کړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د ټرمپ د لوړې او مسکو ته د پزشکیان د سفر ترمنځ هرراز ارتباط رد کړ او ویې ویل چې دا سفر ډېر مخکې پلان شوی و.