د اوکراین پر کریوي ریه ښار د روسیې توغندويي حملې څلور کسان ووژل

د اوکراین کریوي ریه ښار- د روسیې حملو ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې دي

د اوکراین پر مرکزي ښار کریوي ریه د روسیې راکټي برید څلور کسان وژلي او اوه نور ټپیان کړي دي. کریوي ریه د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پلرنی ټاټوبی دی. په بېګانۍ حمله کې د دې ښار یو تعلیمي مرکز ویجاړ شوی دی.

د دنیپرو پیتروفسک سیمې د پوځي ادارې مشر سیرهي لیساک پرون (د جنوري ۱۷مه) وویل چې په ټپیانو کې د څلورو کسانو وضعیت نازک دی. روسي چارواکو تراوسه د بېګانۍ حملې په اړه څه نه دي ویلي.

پر کريوي ریه یوه ورځ وروسته له هغه برید کېږي چې مسکو وویل کییف د شپږو امریکايي توغندویو په وسیله د روسیې پر بېلګورد ښار حمله وکړه.

روسي چارواکو د دې او د امریکايي توغندیو په وسیله د نورو حملو پر وړاندې د ځوابي اقدام ژمنه کړې وه.