متحدوایالتونو د یمن پر یوې مالي ادارې چې واشنګټن یې د حوثي وسله والو په ملاتړ تورنوي، بندیزونه اعلان کړل.
د ولسمشر جوبایډن ادارې په داسې حال کې چې د کار موده یې په ختمېدو ده، هڅې پیل کړې دي چې پر حوثي یاغیانو فشار زیات کړي.
د امریکا د خزانې وزارت پرون (د جنوري ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل چې د یمن پر کوېټ نومي بانک ځکه بندیز لګوي چې له حوثيانو سره مرسته کوي څو د یمن له بانکي سیسټم څخه په کار اخیستو تورې پیسې سپینې کړي او د لبنان د حزب الله په ګډون خپلو متحدانو ته مالي مرستې واستوي.
حوثي ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د ۲۰۲۳ کال له نوامبر میاشتې راهیسې په سره سمندرګي کې پر څه باندې سلو کشتیو حملې کړې دي، دوه کشتۍ یې ډوبې کړي، یوه یې ولجه کړې او لږترلږه څلور ماڼوګان یې وژلي دي.
د دې حملو په پایله کې په سره سمندرګي کې د سوداګریزو کشتیو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی او ځینو شرکتونو نورو سمندري لارو ته مخه کړې ده.