د انګورو اډې ترانزیتي لاره د موټرو پرمخ خلاصه شوې ده

د ډیورنډ پر کرښه، د انګورو اډې دروازه (عکس له آرشیف څخه)

راپورونه وايي چې د پکتیکا ولایت او خیبرپښتونخواایالت ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د انګورو اډې ترانزیتي لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوې.

دا لاره له نژدې شپاړسو میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې چې پر دې لاره د تېرېدونکو کسانو لپاره یې د پاسپورټ او ویزو لرل حتمي وګرځول، قومي مشرانو د اعتراض په توګه بنده کړې وه خو له سیمې څخه یوې سرچینې آزادۍ راډیو ته وویل چې دا لاره له پرونۍ ورځې را په دې خوا یوازې د موټرو لپاره پرانیستل شوې ده.

د امریکا غږ ډیوې راډیو د سیمې د احمدزیو- وزیرو قومي مشرانو او سوداګرو له قوله راپور ورکړی چې دوی وايي، د انګورو اډې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ چې په دې سیمه کې تجارتي فعالیتونه بند شوي او ورسره د زرګونه خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.

د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

د انګورو اډې او سپین بولدک- چمن لارې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورت د حتمي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو له پرېکړې وروسته د معترضانو له خوا وتړل شوې.