د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې د ملګروملتونو د کډوالو له لویې کمیشنرۍ سره یې د افغان کډوالو د ملاتړ په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د اروپایي ټولنې استازولۍ په یوه بیان کې چې پر خپله ویبپاڼه یې خپور کړی ویلي دي چې دوی به په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو او د هغو د کوربه ټولنو او همداراز په ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ وکړي.
بیان زیاتوي چې د دې پروګرام په ترڅ کې به د اروپايي ټولنې د ۳۶ میلیون یورو په بسپنه له سلګونه زره کورنیو بېځایه شویو، کډوالو او راستنېدونکو سره د ژوند د فرصتونو او نورو بنسټیزو خدماتو په برخه کې مرسته وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ کال له نوامبر میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر زور اخیستی او په عین حال کې ایران هم پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې او ایراني چارواکو ویلي دي چې تر نوي ۱۴۰۴ ه. ل کال پورې به دوه میلیون غیرقانوني افغانان وباسي.