نړیوال بانک په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی

د یوې بیوزلې افغانې مېرمنې عکس

د یوې بیوزلې افغانې مېرمنې عکس

دغه بانک تازه په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ لوړې کچې او د توکو لوړو بیو د خوړو نه خوندیتوب سربیره د بې وزلۍ کچه هم زیاته کړې ده. په ورته وخت کې یو شمېر بې وزله کورنۍ هم وايي چې د بې کارۍ او د توکو د لوړو بیو له کبله یې ژوند له کړاونو سره مخ دی.

نړیوال بانک پرون پنجشنبه ناوخته د نړۍ د اقتصادي لید په اړه د جنورۍ میاشتې د راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د نړیوال بانک د دغه راپور پربنسټ د کورنیو ترمنځ د خوړو نه خوندیتوب او بې وزلۍ د زیاتوالي لاملونه بې کاري او د سوداګریزو توکو لوړې بیي دي چې خلک یې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.

نړیوال بانک

نړیوال بانک

په ورته وخت کې په افغانستان کې هم یو شمېر بې وزله کورنۍ وايي چې د بې کارۍ او د توکو د لوړو بیو له امله یې ژوند له کړاونو سره مخ دی.

د کابل ښار اوسېدونکې نفیسه چې د پنځو اولادونو مور ده په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

« ستونزې مې ډېرې دي، پنځه اولادونه لرم چې له ماسره شپږکسه ډوډۍ خواره کیږي خو د ګټې او راوړلو لپاره یې څوک نشته، د صندلۍ لاندې یو منقل ږدم چې برق لاړ شي صندلي بیا یخه وي، نن له ډېرې ژړا مې سر په درد شو، ګاز، رومیان، پیاز، غوړي هیڅ هم نه لرو او د کار کولو زمینه هم راته نه ده برابره.»

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

« د دولت مامور وم خو د طالبانو د بیا واکمنۍ پرمهال یې له دندې وشړلم، په دې تیرو شاوخوا دریو کلونو کې به مې څه باندې پنځو زرو بستونو ته غوښتنلیک ورکړی وي خو په هیڅ ځای کې نه یم نیولی، له څلورو فرشونو پرته مې د کور ټول وسایل پلورلي دي، په دغه ساړه ژمي کې موږ د ډبرو سکاره په کیلو اخلو اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی.»

نړیوال بانک همدا شان په خپل راپور کې ویلي چې د کافي معلوماتو د نه ورکړې له کبله د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه وړایندوینې نه کیږي.

د نړیوال بانک د وړاندوینې له مخې ښايي د افغانستان اقتصاد محدوده وده د پړسوب« تورم» د کمېدو له کبله تجربه کړي.

په راپور کې همدا شان راغلي چې د افغانستان په څېر د هغو هېوادونو چې کم عواید لري خو په ورته وخت کې د تاوتریخوالي له کبله ورته اقتصادي زیانونه متوجه دي اغیز یې د پام وړ او پراخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر « اوچا» د جنورۍ په ۱۲مه نېټه راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې به د بودجې د نشتوالي له کبله ښايي ځینې مرستې قطع شي.

یاد دفتر همدا شان د جنورۍ په شپږمه په یوه بل راپور کې اندیښنه ښودلې وه چې په روان میلادي کال کې ۲۲،۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.