د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا مهال په افغانستان کې شا و خوا ۱۵ ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره اضطراري غذايي مرستو ته اړ دي.
په افغانستان کې د دغه پروګرام مرستیال ویاند ضیاالدین صافي پرون پنج شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په ژمي کې د ۶ ملیونه کسانو د ملاتړ لپاره هڅې زیاتې شوي دي:
"د بودیجې کموالي ته په پام سره، دا د هغو خلکو له نیمایي څخه کم نفوس دی چې مرستې ته اړتیا لري. همداراز د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال د ژمي په موسم کې د افغانستان له ډېرو زیانګالو کورنیو سره د مرستې لپاره له ۸۰۰ ملیون ډالرو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري. "
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا (اوچا) د معلوماتو له مخې روان میلادي کال به چې نن یې ۱۷ مه په افغانستان کې ۲۲ اعشاریه ۹ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړ وي.
ملګرو ملتونو د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۵م کال پر مهال څه باندې نیم ملیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ وي.