لفټانزا له بلې میاشتې تل ابیب ته الوتنې بیا پیلوي

د جرمني لفټانزا هوايي شرکت

د جرمني لفټانزا هوايي شرکت پرون اعلان وکړ، چې تل ابیب ته به سر له بلې میلادي میاشتې بیا الوتنې پیل کړي.

دا اعلان داسې وخت وشو، چې د چهارشنبې ناوخته د اسرائیل او د فلسطینیانو د حماس ډلې ترمنځ اوربند اعلان شو.

د دغه اوربند له مخې، د حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، له بنده د اسرائیل پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کېږي.

لفټانزا هوايي شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی به د فبروري میاشتې له لومړۍ نېټې تل ابیب ته بېرته خپل الوتنې پیل کړي.

لفټانزا او ځینو نورو هوايي شرکتونو د ۲۰۲۴م کال په نومبر میاشت کې تل ابیب ته د خپلو الوتنو د ځنډولو اعلان کړی و.