د عراق یوه لوړرتبه ډیپلومات، په خپله خاوره کې له فعالو وسلوالو ډلو غوښتنه وکړه، چې وسله پر ځمکه کښېږدي.
دغو وسلوالو فرقو د امریکايي ځواکونو په وړاندې جګړه کې برخه اخیستې، یا یې هم پر اسرائیل راکټونه او بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین له رویټرز خبري اژانس سره د مرکې پر مهال له دغو وسلوالو فرقو غوښتنه وکړه، چې د عراق له رسمي امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې په غزه او لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې وسلوالې ډلې کمزورې شوي او د سوریې حکومت تېره میاشت د دولت د وسلوالو مخالفانو له خوا وپرځول شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې راروانه دوشنبه لوړه کوي، پر تهران د نور فشار راوستلو ژمنه کړې ده، چې په عراق کې یې د ګڼو سیاسي ګوندونو او یو لړ وسلوالو فرقو ملاتړ کړی دی.