له ایرانه د ۱.۲ ملیونه افغانانو د ستنېدو خبر ورکړل شو

له ایرانه راستنېدونکي

له ایرانه راستنېدونکي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو ملیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یې ثبت کړي، چې له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان پرون پنج شنبه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې په دې موده کې د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندویو ادارو په همکارۍ له څه باندې ۳۲۴زره راستنو شویو سره بشري مرستې شوې دي.

د پاکستان تر څنګ ایران هم په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.

ایراني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د روان لمریز کال تر پایه به تر دوو ملیونو ډېر بې اسناده افغانان له دغه هېواده وایستل شي.