د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال پر مهال د طالبانو له خوا د ښځو، نجونو او اقلیتونو د ځپلو له کبله د بشري حقونو وضعیت لا ناوړه شوی دی.
دغه بنسټ په هغه راپور کې چې په څه باندې سلو هېوادونو کې یې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې او پرون پنج شنبه خپور شو ویلي، چې طالبانو خبریالان او انتقادکوونکي هم نیولي او پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، چې د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې، د حقونو او ازادیو ځپل زیات شوي دي.
هغې ویلي، چې دولتونه باید پر طالبانو فشار راولي چې د ښځو او نجونو په وړاندې خپل ناوړه چلند پای ته ورسوي.
طالبانو د دې تازه راپور په باب څه نه دي ویلي، خو پخوا یې ویلي وو، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ته ژمن دي.
طالبانو په تعلیمي او کاري برخه کې پر ښځو او نجونو ډول- ډول محدودیتونه لګولي دي.