د سیف علي خان وضعیت په «ښه کېدو» دی.
د سیف علي خان وضعیت په «ښه کېدو» دی
Your browser doesn’t support HTML5
د بالیووډ هندي سینما مشهور ستوری سیف علي خان تېره شپه خپل کور کې د چاقو په ګوزارونو ټپي شو. ډاکترانو د جراحۍ له عملیاتو وروسته وویل چې اوس یې روغتیايي وضعیت په ښه کېدو دی.
دې ۵۲ کلن ستوري په نږدې ۷۰ فلمونو او سریالونو کې کار کړی دی. پولیس پر نوموړي د برید د لامل په اړه څېړنې کوي.